خبرونهاقتصاد

يوشمېر سوداګرو او صنعتکارانو خپلې ستونزې د صنعت او سو داګرۍ  وزارت له مرستيال سره شريکې کړې

 کابل/ د کب ١١ مه / باختر

د کابل او بلخ یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو خپلې ستونزې د سوداګرۍ او صنعت وزارت له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره شریکې کړې.

د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې کتنه کې یادو سوداګرو او صنعتکارانو په هېواد کې دننه د اسعارو د راکړې ورکړې په اړه خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه  د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.

وروسته مولوي قدرت الله جمال وویل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرو او صنعتکارانو همکار دی او ژمنه یې وکړه، چې له اړوندو ادارو سره به د دوی ستونزو ته د حل لاره ولټوي.

د کتنې په پای کې د فابریکو خاوندانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ته بلنه ورکړه چې د دوى له فابریکو څخه لېدنه وکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته