مزارشريف باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣نيټه :
د مزارشريف په ښارکې يوه ځوانه نجلۍ دکانکور په آزموينه کې د ګډون دکارت د ترلاسه کولو په وخت کې ووژله شوه.
دبلخ ولايت امنيه قوماندان محمداکرام سامح باختر آژانس ته وويل چې دغه نجلۍ د مزارشريف په ښارکې د فاطمې بلخې په ليسه کې د کانکور په آزموينه کې د شموليت لپاره د نوم ليکنې او دکارت دترلاسه کولو په بهيرکې دګڼې ګونې او بې نظمۍ له امله ووژله شوه.
ده وويل چې په دې پيښه کې شل تنه نورې نجونې ټپيانې شوې.
دمزارشريف په ښارکې بوعلي سينا بلخي روغتون سرطبيب خواجه نورمحمد فيض باختر آژانس ته وويل چې ديوې زده کوونکې نجلۍ مړى او شل تنه ټپيانې زده کوونکې نجونې دغه روغتون ليږدول شوې دي.
پاى ؛ ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل