خبرونهټولنهروغتیا

نیمروز کې په نشه‌ یي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۱۰ بستريز روغتیایي مرکز پرانیستل شو

کابل، د کب ۱۷ مه، باختر
د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د نشه‌ يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه يو ۱۰ بستريزه روغتیايي مرکز پرانیستل شو.
د دغه مرکز د پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ملا عبدالرحمن عبدالله وویل:”ياد مرکز په نيمروز کې د ځوانانو لپاره روغتيايي او پراختيايي مؤسسې له لوري جوړ شوی چې د کال تر پايه د ۵۰۰ ناروغانو د درملنې ظرفيت لري او په کې ناروغانو ته د خوړو ترڅنګ هر راز اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي”.
ورته مهال د ځوانانو لپاره روغتيايي او پراختيايي مؤسسې ولایتي مسوول ډاکټر سميع‌الله صادقي له ټولو نيمروز مېشتو وغوښتل په نشه یي توکو روږدي کسان دې ته مرکز ته معرفي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته