امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دوسله والو طالبانو ديوې زياتې اندازې چاوديدونکو کشف

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٤ :
دوسله والو طالبانو يوه زياته اندازه  چاوديدونکي توکي دافغانستان  په ختيځ ننګرهارولايت کې کشف شول.
دغه توکي  چې نوي  له پاکستان څخه افغانستان  ته راليږدول شوي و  . دسرحدي مامورينو له خوا  د دُر بابا ولسوالۍ په  کروکو کلي کې کشف اوترلاسه شول .
د  ننګرهار دوالي وياند عطاالله  خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه توکي   ٥٠٠ کيلوګرامه دي .
دعه تائيد کړه چې دغه چاوديدونکي توکي  په پاکستان کې بار شوي دي  او ټاکل شوې  وه  چې په افغانستان کې  دطالبانو  دتروريستي ډلې په واک کې ورکړى شي . سرحدي پوليسو  ددغو توکو دليږدونې په اړوند يو تن نيولى دى .
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛  ده  د چاوديدونکو توکو انډي د اوړو دبوريو پرځاى په يوه موټر کې ځاى پرځاى کړي و.
پوليس وايي چې ترلاسه شوي  چاوديدونکي توکي ډير خطرناک توکي دي چې دزياتې ويجاړتيا قدرت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته