کابل، د غوایی ۳ مه، باختر
نیمروز کې د زرنج- دلارام پر لویه لاره په تېرو ۳ اوونیو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د باخترآژانس د خبر له مخې؛ په تېرو ۳ اوونیو کې پر دغه لاره د ترافیکي پېښو له امله ۲ تنه وژل او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو پېښو ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او موټر یې د ترافیکو مدیریت ته سپارل شوي دي.