۱۰۰ ورځې

د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د نتيجو اعلام وځنډول شو

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو ابتدايي نتيجې به ډير ژر اعلام شي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور نن په يوه خبري غونډه کې وويل: دتخنيکي دليلونو له مخې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ابتدايي نتيجو اعلام وځنډول شو او په نږدې راتلوونکي کې نتيجې اعلاميږي او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د ويب سايټ له لارې به اعلام شي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د مهال ويش له مخې: ټاکل شوې وه نن د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو ابتدايي نتيجې اعلام شوې واى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته