خبرونهامنیتټولنه

نیمروز کې د تېرې ورځې کم یابو مرغانو ښکار کوونکي ونیول شول

 کابل، د کب ۱۳مه، باختر

د نیمروز امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د تېرې ورځې د کم یابو مرغانو د ښکار کوونکو د نیولو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت امنیتي چارواکو باختر آژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې هغه ښکاریان نیولي، چې له څو ورځو راهیسې یې په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه ښکته او پورته کېدل او هېوادوالو یې د نیولو غوښتنه کوله.

چارواکي ډاډ ورکوي، چې چا ته به د کم یابو الوتونکو د ښکار کولو اجازه ور نه کړي او له مرتکیبینو سره به یې قانوني چلند وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته