سیاست

دجمهوري رياست دنوماندانو شورا دسرپرست حکومت طرحه بهرنيو ديپلوماتانو ته وسپارله .

کابل باختر دثور ٣٠مه :
دجمهوري رياست  دنوماندانو شورا  يوځل بيا په هېواد کې دلنډ مهال حکومت  په رامنځته کولو باندې ټينګار کړى دى .
په دې شورا کې چې دولس تنه انتخاباتي نوماندان شامل دي د ١٣٩٨ کال دغبرګولې دمياشتې لومړى نيټه  دملي وحدت دحکومت  دکار پاى بولي او ديوه لنډ مهال يا سرپرست حکومت  په رامنځته کولو باندې ټينګارکوي .
دجمهوري رياست  نوماندان عقيده لري چې له اساسي قانون سره سم  دملي وحدت دحکومت  دکار دوره دغبرګولي دمياشتې په لومړى نيټه پاى ته رسېږي  او څرنګه چې جمهور رييس  دانتخاباتو نوماند دى  بايد ( سرپرست حکومت  ) دانتخاباتو بهير مديريت کړي . دوى وايي  چې په انتخاباتي مبارزو کې  له دولتي امکاناتو سره  دګټې اخستنې  له امله  انديښمن دي .
دسرپرست حکومت طرحه  دجمهوري رياست دنوماند احمد ولي مسعود او د جمهوري رياست  دنوماندانو شورا  دتخنيکي ټيم دغړي  جاويد لودين له لوري  بهرنيو ديپلوماتانو ته  وړاندې شوې ده .
دوى په هغو مراسمو کې چې نن پرځاى شول او په هغو کې په کابل کې  دامريکا ، بريتانيا ، فرانسې ، ايټاليا ، روسيې ، پاکستان ، جاپان ، هالند ، هندوستان او دتاجکستان  دهېوادونو دسفارتونو  ديپلوماتانو او ديوناما ، ناتو اوداغا خان بنست  استازو شتون درلود خپله طرحه  وړاندې کړه .
  په دې طرحه ويل شوي دي  ، که چيرې جمهور رييس محمداشرف غني په راروانو انتخاباتو کې له نوماندۍ څخه  تير شي ، کولاى شي د١٣٩٨کال دغبرګولې دمياشتې له لومړى نيټې څخه دحکومت دسرپرست په توګه  له وقفې پرته  دسرپرستي مهلت ترپاى ته رسيدو پورې  دوام ورکړي .
  حکومت  مخکې له دې  دلنډ مهال حکومت  طرحه بې مفهومه بللې ده او هغه يې رد کړى دى .
دافغانستان سترې محکمې په هېواد کې دډيرې  لوړې  قضايي مرجع په توګه دراروانو انتخاباتو تر ترسره کيدو پورې دجمهور رييس محمداشرف غني په مشرى داوسني حکومت کار قانوني بللى دى .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته