خبرونهاقتصادTOPټولنه

نورالدین عزیزي، په کندهار کې د سمنټو یوې سترې فابریکې د جوړېدو بهیر وکوت

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، په کندهار کې د سمنټو یوې سترې فابریکې د جوړېدو بهیر وکوت.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د کندهار په شوراندام صنعتي پارک کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې له جوړېدو څخه لیدنه وکړه.

یاده فابریکه په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خصوصي سکټور د لسګونه میلیونه ډالرو په پانګونې سره د جوړېدو په حال کې ده.

ټاکل شوې ده د یادې فابریکې د جوړولو چارې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې بشپړې شي او د تولید ظرفیت یې په یوه ورځ کې تر پنځو زرو ټنو پورې رسېږي.

هېره دې نه وي چې د یادې فابریکې په فعالېدو سره به، څه د پاسه پنځه زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته