امنیت

يو سلو پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د تلې ديارلسمه :
د ملي اردو ځواکونو د هغو چاڼيزوعملياتو په بهيرکې چې پرون يې د هيواد په بېلابېلو سيموکې ترسره کړل؛١٥٠ تنه وسله وال طالبان يې ووژل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو ځواکونو دغه عمليات د ننګرهار ولايت د اچين، دکونړ ولايت د ماڼوګي، د کاپيسا ولايت په مرکز، د لوګر ولايت په برکي برک، د پکتيا ولايت د زرملې، څمکنۍ او ډنډپټان ، د غزني ولايت د مقر او ګيلان ، د قندهار ولايت د نيش، د زابل ولايت د سوري، د روزګان ولايت خاص ارزګان، چورې، چينارټو، چکه جوي، دهراوود، د ډايکنډي ولايت د ګجران، د تخار ولايت د اشکمش، د سرپل ولايت د کوهستاناتو، د فارياب ولايت د مرکز او د کندز ښار او د هلمند ولايت د سنيګن او موسى قلعه د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې١٥٠تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٥٤ تنه ټپيان او د دغې ډلې يوتن بل يې ونيول شو او يوه اندازه وسلې او د وسلو مهمات ترلاسه شوي دي .
ديادونې وړده چې ددغو عملياتوپه بهيرکې دملي اردو ٩ تنه سرتيري شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته