سیاستخبرونهاقتصادټکنالوژي

مولوي عبدالکبیر: اترا اداره دې په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتو خدماتو وړاندې کولو ته پاملرنه ډېره ګړي

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په ګډه ناسته کې د اترا ادارې له رئیس مولوي سید برات شاه آغا ندیم او د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي له رئیس مولوي احمدجان بلال سره وکتل.

په دې کتنه کې‏ د اترا ادارې رئیس مولوي سید برات شاه آغا ندیم د اترا د وروستیو لاسته راوړنو  او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او ویې ویل ، د مخابراتي سکتور د پیاوړتیا، با کیفیته خدماتو او پراخ مخابراتي پوښښ په موخه ګڼ کارونه ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه، د اترا ادارې عواید پام وړ ډېر شوی او په شفافه توګه راټولیږي او د مسلکي کسانو له ګومارلو سره د اترا ادارې په چارو کې مثبت بدلون راغلی دی.

‏دغه راز د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي رئيس مولوي احمدجان بلال د کاري فرصتونو او افغاني تولیداتو د رشد په برخه کې د امارتي شرکتونو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، معیاري تولیداتو او ځان بسیاینې په موخه د یادو شرکتونو د ودې لپاره هڅې پیل شوې دي. هغه وویل، یوشمېر غیر فعال شرکتونه بېرته فعال شوي او د نورو د فعالولو لپاره هم کار روان دی.

ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دواړو ادارو له مشرانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، اترا دې په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتو خدماتو وړاندې کولو ته پاملرنه ډېره، د بیو راکمولو او په هېواد کې د مخابراتي شبکو ترمنځ سالم رقابت ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي دغه راز د امارتي شرکتونو د ادارې فعالول مهم وبلل او ویې ویل، له دې سره به یو شمېر ځوانانو ته کارموندنه وشي، هېواد به د خپلو شرکتونو خاوند وي او د هېواد په اقتصادي ثبات کې به مهم رول ولوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته