امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۰ مه
څوارلس تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې په دوو هوايي بريدونوکې        ووژل شول .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: شپږ تنه وسله وال طالبان پرون ماښام په چارچينو ولسوالۍ کې د هغوى پر پټنځي د بريد په بهيرکې ووژل شول او درې تنه نوریې ټپيان شول.
دغه راز د تېرې نيمې شپې په شاوخوا کې هوايي ځواکونو د تيرينکوټ ښار ته څېرمه د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز بريد وکړ چې له امله يې ۸ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو بریدونوکې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول او له ټولو جنکي وسايلو سره يې د دښمن دوه پټنځي هم دړې وړې شوي دي.
پاى جذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته