سیاستخبرونه

منځنۍ اسيا د امريکا او روسيې د استخباراتي جګړو ډګر دی

کابل، د چنګاښ١٢مه، باختر

د اوکراين د جګړې په پيل او د ناټو او د ختيځې اروپا پورې اړوندو مسلو کې د روسيې بوختيا د روسيې په بوختېدو سره امريکا هڅه کوي چې په منځنۍ اسيا کې خپل نفوذ پياوړى کړي.

دغو هېوادونو ته د يو شمير امريکايي مقاماتو وروستي سفرونه د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د واشنګټن د زيات تمايل دلالت کوي چې يو وخت د پخواني شوروي اتحاد يوه برخه وه او نن روسيه هغه خپل امنيتي زون بولي او خبر دارى يې ورکړى، چې په دغو سيمو کې به د خپلو دښمنانو هر راز خوځښت ته په قوت سره ځواب ورکړي.

د سياسي او پوځي کارپوهانو په نظر امريکا نه غواړي په هغو سيمو کې له روسيې سره په يوه مستقيمه جګړه کې ښکيله شي چې مسکو په څرګند ډول دغه سيمې خپل  امنيتي زون او امنيتي ګټې بللې دي، امريکا به هڅه وکړي چې د اقتصادي مرستو آن د تسليحاتي مرستو له لارې  په سيمه کې خپل استخباراتي شتون پيدا کړي.

واشنګټن پوست په دې اړه رپوټ ورکړى، چې امريکا په منځنۍ آسيا کې خپلې استخباراتي شبکې پراخوي، امريکا ښودلې، چې په افغانستان کې د اوسني حالت اندېښنه لري او غواړي د استخباراتي شبکو په جوړولو او په انساني منابعو په پانګې اچونې سره په افغانستان کې حالات ترنظر لاندې ولري، خو واقعيت دا دى چې امريکا د افغانستان په پلمه په منځنۍ اسيا کې د خپل شتون په لټه کې ده، چې له دغه هېوادونو څخه په تېرېدو سره د روسيي او چين د بې ثباتۍ لپاره زمينه برابره کړي.

دغې ورځپاڼې د رپوټ په دوام ليکلي، چې اوس امريکا د افغانستان پر حالت هېڅ نظارتي رول نه لري خو هڅه کوي چې په افغانستان کې د تروريستي ډلو په اصطلاح شتون په پلمه د منځنۍ اسيا د هېوادونو همکاري جلب کړي او په دغه هېوادونو کې د پوځي اډې له لرلو پرته د ازبکستان او تاجکستان هېوادونو د استخباراتي منابعو په مرسته په منځنۍ آسيا کې خپل شتون د روسيي او چين د بې ثباته کولو لپاره حتمي کړي.

پخوا د منځنۍ اسيا هېوادونو په خپلو هېوادونو کې امريکا ته د پوځي اډې اجازه نه ده ورکړې. سره له دې چې د منځنۍ اسيا هېوادونو په اړوند د امريکا هدفونه روښانه دي خو د دغه هېواد جګپوړو پوځي او استخباراتي مقاماتو په افغانستان کې د نا امنۍ په پلمه په منځنۍ آسيا کې د خپل شتون په لټه کې ده، لکه څرنګه چې د امريکايي د ګډو ځواکونو قوماندان او د منځنۍ اسيا د حوزې مسوول جنرال مايکل کوريلا په  دې وروستيو وخت کې دغه هېوادونو ته سفر کړى و، هغه واشنګټن پوست ته وويل دغه هېوادونه درې مهمې اندېښنې لري افغانستان، افغانستان او افغانستان.

د سياسي کارپوهانو په باور امريکا ښه پوهيږي چې له افغانستان پرته په منځنۍ آسيا کې  د استخباراتي لاسوهنې لپاره بل دليل نه لري.

ورځپاڼې ويلي، امريکا په ښکاره ډول دغه اقدام د امنيتي او تروريزم ضد همکاريو لپاره يوه لاره بللې ده او هڅه کوي چې د مرکزي اسيا هېوادونه په چل ول سره د روسيې له امنيتي چتر څخه وباسي  او په دغو سيمو کې  د روسيې امنيتي او سياسي نفوذ ته زيان ورسوي.

واشنګټن پوست ويلي، چې له تمې لرې نه ده چې امريکا د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د خپلو خبرو په راتلوونکو پړاونو کې د مالي مرستو په وړاندې کولو او د مرکزي اسيا له هېوادونو سره د استخباراتي اړيکو په رامنځته کولو سره هڅه وکړي چې روسيې او چين ته د تېرېدو لپاره ځانته يو دهليز جوړ کړي. لکه څنګه چې ټاکل شوې ده امريکا په راتلوونکو دريو کلونو کې له تاجکستان سره ٦٠ ميليونه ډالره مرسته وکړي، دلته به د استخباراتي لوبې له قضيې څخه چې د ګمرا کوونکو اطلاعاتو وړاندې کول دي د مرکزي اسيا د هېوادونو پر وړاندې وکاروي چې هغوى د افغانستان له پلوه و ويروي، خو بيا هم د روسانو له غوسي خبر دى  او پوهېږي چې د دوى پروګرامونه به د روسيي د استخباراتو له خوا سبوتاژ شي، خو بيا هم هڅه کوي چې له روسيي سره يوه استخباراتي  جګړه پيل کړي.

مهمه دا ده چې امريکا له روسيي او چين سره نوې استخباراتي جګړه پيل کړې ده  خو دا ځل له افغانستان څخه لرې منځنۍ آسيا د دې جګړې ډګر انتخاب شوى دى.

د يادونې وړ ده چې اسلامي امارت په وار وار ويلي، چې افغانستان به  د نورو هېوادونو پر وړاندې د مداخلې عامل نه وي او ګاونډي هېوادونه بايد د افغانستان له پلوه اندېښنه ونلري.

د اسلامي امارت دغه ژمنه د منځنۍ اسيا د هېوادونو له خوا په خوشبينۍ سره تعقيب شوى دى.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته