امنیت

په لغمان ولايت کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل باختر د کب دمياشتې  ٤ :
د لغمان ولايت مرکز مهترلاز ښار کې ديوې چاودنې  مخه ونيول شوه
دغه ماين چې دښار په يوه ګڼ ميشته لاره کې ښخ کړاى شوي و  دامنيتي ځواکونوله خوا کشف اوشنډکړاى شو.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک دباخترآژانس خبريال ته وويل  دغو ډار اچوونکو غوښتل  ددغه بم په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي  چې په دې کار بريالي نه شول.
ده وويل  ددغه ناکامه  ماين ښخونې  د عاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې يوتن له نشه يي توکوسره په لغمان ولايت کې ونيول شو.
دغه سړي  پرون دامنيتي  ځواکونوله خوا د ځانګړو عملياتو په بهيرکې په مهترلام ښارکې ونيول شو،.
د لغمان د والي وياند وويل  له دغه سړي څخه يوه اندازه  چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته