خبرونهسیاستTOPټولنه

ملا عبدالغني برادر خوست او پکتیکا ته په سفر کې، له زلزلې ځپلو سره د مرستې لپاره ۵۳ ميلیونه افغانۍ له ځان سره وړې دي

کابل، د چنګاښ ۷مه، باختر

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، له زلزلې ځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره، نن سهار خوست او پکتیکا ته سفر وکړ.

باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې سفر کې، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیانمنو شویو ته تسلیت ویلی او ځان یې د هغوی په غم کې شریک بللی دی.

هغه زیاته کړه: اسلامي امارت ستاسې ترڅنګ ولاړ دی او تر هغو به مو همکاري او لاسنیوی وکړي چې وران شوي کورونه مو بېرته ورغول شي او ژوند مو عادي حالت ته راوګرځي.

دغه راز، ملا برادر چې یادو سیمو ته یې لسګونه ټنه خوراکي توکي، درمل، جامې او خیمې استولې وې، اوس ۵۳ ميلیونه افغانۍ نغدې پیسې یې هم له ځان سره وړې دي چې پر زیانمنو شویو هېوادوالو یې د کورونو د آبادولو او سرپناه جوړولو لپاره ووېشي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ پر یادو مرستو سربېره، ټاکل شوې ده په راتلونکو څو ورځو کې څو میلیونه افغانۍ نورې نغدي مرستې هم د اقتصادي مرستیال له لوري واستول شي او پېښو ته د رسېدو کمېسیون له لوري په شفاف ډول پر مستحقینو ووېشل شي.

له بلې خوا، د سیمې مخورو، قومي مشرانو، ملا امامانو او زیانمنو شویو هېوادوالو اسلامي امارت د ځان او ولس نظام بللی او مننه یې کړې چې په سخت حالت کې یې د دوی لاسنیوی وکړ او غمشریکي يې ورسره وکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند هم په خپلو خبرو کې، اسلامي امارت د ولس نظام بللی او ویلي یې دي، چې دغه نظام ستاسې د قربانیو او سرښندنو په پایله کې راغلی دی.

هغه، همدا رنګه د ټولو هغو افغانانو، سوداګرو او د نړۍ د هېوادونو او ټولنو د مرستو مننه کړې چې له زلزلې ځپلو افغانانو سره یې کړې او کوي یې.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته