کابل باختر دتلي يوولسمه :
نولس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې دافغان ګډو امنيتي ځواکونو دغه عمليات له پنځو ورځو راپديخوا دوام لري چې ددغې ولسوالۍ د کنسک کلي په کمپني ساحه کې د وسله والو طالبانو ډله ئيز بريدونه د امنيتي ځواکونو له خوا شنډ او وسله وال طالبانو تيښتې ته اړ شول .
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر وياند محمد اقبال باهر دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې تر اوسه پورې نولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څه ناڅه پنځلس تنه نوريې ټپيان شوي دي.
خبرځاى وويل: د عملياتو په بهيرکې دوه تنه امنيتي ځواکونه هم شهيدان شوي دي .
ويل کيږي د فراه-فرارود لويه لاره د وسله والو طالبانو د جګړې له امله دڅه مودې لپاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
په بالابلوک کې عمليات په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه د سيمو تر پاکولو پورې دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل