سیاستخبرونهاقتصادTOP

ملا برادر آخوند: ملي پراختیا شرکت نړۍ ته د اسلامي نظام وړتیاوې په ښه ډول ښکاره کړې دي

کابل، د سلواغې ۱۴مه، باختر
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن د ملي پراختیا شرکت له بېلابېلو برخو لیدنه کړې او د هېواد د بیارغونې په برخه کې یې د دغه شرکت کړنې ستایلې دي.
باختر آژانس ته د رياست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي دي: ملي پراختیا شرکت په کم وخت کې ښې لاسته راوړنې لري او نړۍ ته یې د اسلامي نظام او افغانانو وړتیاوې په ښه ډول ښکاره کړې دي.
ملا عبدالغني برادر آخوند د ملي پراختیا شرکت د هڅو د ستاینې ترڅنګ، د شرکت مسئولينو ته د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش هم د ملا برادر آخوند له ورتګ مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې ملي پراختیا شرکت د هېواد د آبادۍ او ځان بسیاينې لپاره هر اړخیز پلانونه لري چې پر ځینو یې په عملي ډول کار روان دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته