ټولنه

د افغانستان داسلامي جمهوريت د سترې محکمې خبرتيا!

کابل باختر دکب شپږمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د سترې محکمې خبرتيا!
د شرعياتو ، حقوقو او د سياسي علومو د پوهنځيو ( د قضايي او څارنوالۍ د برخو) فارغانو او د ديني مدرسو د څوارلسمو ټولګيو هغو فارغانو ته چې له مدرسوڅخه له لومړۍ درجې څخه تر پنځمې درجې پورې فارغ شوي دي او په قضايي ستاژکې د شموليت علاقمند دي؛ خبر ورکول کيږي چې د ديرشمې دورې د قضايي ستاژپه کانکورکې د شموليت لپاره نوم ليکنه د ١٣٩٢ کال دکب د مياشتې په اووه لسمه نيټه د شنبې د ورځې د سهار په نهوبجو پيليږي او د ١٣٩٣ کال د وري دمياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې هره ورځ په رسمي وختونوکې دکابل پولي تخنيک په پوهنتون کې د قضايي تعليماتو د رياست په مقر کې دوام مومي.
په شرايطو برابر غوښتوونکى دې د مراجعې په وخت کې د تابعيت د تذکرې اصل له فوټوکاپى، د فراغت دتصديق اصل له فوټوکاپى سره يې او د دوه په دريوکې اته رنګه عکسونه له ځان سره ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته