سیاستخبرونه

مشرانو جرګې د برېښنا د اوسني وضعیت په اړه د برېښناشرکت د مسئولانو څرګندونې واورېدې

٥٣- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې نننۍ غونده کې دبرېښنا د اوسني وضعیت په اړه د برېښناشرکت دمسئولانو دڅرګندونو د اورېدو سربېره، دهېواد د روانو مسایلو اړوند بحثونه وشول.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
غونډه کې سناتورانو کابل کې د امریکا سفارت د سرپرست په څرګندونو چې ویلي یې دي، طالبان په تمه دي ترڅو د یادې ډلې اووه زره نور بندیان د افغان حکومت له بنده خوشې شي، سخته نیوکه وکړه اوڅرګنده یې کړه چې باید د سولې خبرو اترو کې د اوربند د پلي کېدو او جګړې د پای په ګډون په مهمو مواردو پرېکړې وشي ترهغې وروسته دې د زندانیانو په خوشې کولو هوکړه وشي،ځکه پخوا هم افغان دولت د ښه نیت په موخه او د سولې د مشورتي لویې جرګې د سپارښتنو سره سم، تر پنځو زرو زیات طالب بندیان خوشې کړل خو په خواشینۍ سره پایله یې دهېواد بېلابېلو سیموکې دجګړو شدت  او د تاوتریخوالي ډېرېدل وو.
غونډه کې ځینو سناتورانو چې د سیاسي هوکړه لیک سره سم دملي روغې جوړې دعالي شورا د واکونو د اعمال غوښتونکي وو، د قطرسولې دخبرو اترو په تړاو د امریکا د متحده ایالاتو د استازي زلمي خلیلزاد پر کړنو شک څرګنده کړ او د حکومت د پاملرنې غوښتونکي شول ترڅو د نوموړي پر وړاندې یولړلازم اقدامات وکړي.
سناتورانو یوار بیا د ملي روغې جوړې دعالي شورا دمشرتابه کمېټې دلومړنۍ ناستې څخه هرکلې وکړ او یاده ناسته یې د دوو تیرو لسیزو د لاسته راوړنو دحفظ او سولې چارو د پرمختګ په موخه ګټوره وبلله، او هیله یې وښوده چې دهېواد دلږکیو د استازو په ګډون دې ټول سیاسیون یادې کمېټه کې شامل شي ترڅو ټول هېوادوال ځان یاد ملي بهیرکې شریک وګڼي.
جوماتونو کې تر درېم ټولګي پورې د ښوونځیو د درسونو د پرمخ وړلو په تړاو د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړه په اړه بحث، دځینو چارواکو له خوا د۹۱ کوډ دغیراصولي لګښت اړوند د اطلاعات روز ورځپاڼې د څېړنیز راپور څخه یادونه ،د معلولینو او شهیدانو د وارثانو ستونزو حل ته پاملرنه هم هغه موارد وو چې د سناتورانو له خوا آزادو بحثونو کې مطرح شول.
د یادو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د ملي روغې جوړې دعالي شورا مشرتابه کمېټې لومړۍ غونډې ته په اشارې سره وویل، د ملي روغې جوړې دعالي شورا مشرتابه کمېټه کې دلږکیو او یوشمېر نورو سیاسي څېرو د ګډون په تړاو یې د یادې شورا رئيس سره خبرې کړي او هیله مند دی چې ورته پاملرنه وشي.
د مشرانوجرګې رئيس دطالب بندیانو دخوشې کولو اړوند دامریکا د متحده ایالاتوسفارت دسرپرست د خبرو په اړه وویل، د افغانستان دخلکو اساسي غوښتنه سوله ده او دا مجلس دسولې ټینګښت څخه جدي ملاتړکوي او زیاته یې کړه چې دافغانستان حکومت دسولې په اړه دمشورتي لویې جرګې ګڼې پرېکړې عملي کړې او تل پاتې سولې ته د رسېدو په موخه یې تر پنځو زرو زیات طالب بندیان خوشې کړل اوس اړتیا ده چې طالب لوری له ځانه ښه نیت وښایي، او ترڅنګ یې حکومت باید د سولې بهيرکې د لازم احتیاطه کار واخلي ځکه هره ورځ تاوتریخوالي زیاتیږي او دسیاسیونو په ګډون له ملکي اوپوځي هېوادوالو قرباني اخلي.
دمجلس رئيس د پوهنې وزارت د پرېکړې په اړه د بحث ترڅنګ، معلولانو او د شهیدانو وارثانو ته یې ډاډ ورکړ چې د دوی د حقوقو او امتیازونو د نه اجرا کېدو موضوع به د دې جرګې د رئیسانو دکمېټې ناسته کې د اړونده مسئولانو سره وڅيړي.
په پای کې دمجلس رئيس د یو نوي کوډ دلګښت او له یاد کوډ څخه دګټې اخیستنې دځانګړتیا دڅرنګوالي په تړاو رسنیو کې دخپورشوي راپور اړوند هم اړیکه ونیوله او دملي اقتصاد، مالي اوبودجې کمېسیون ته یې دنده ورکړه چې یاد راپور دې په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅیړي.
دغونډې بله برخه کې سناتورمحمدرحیم حسنیار داړوند کمېسیون په استازولۍ او نورو سناتورانو پلازمېنه کې د برېښنا د نامنظمې پرچاوۍ، د پلازمېنې او ولایتونو ترمنځ د برېښنا تعرفو بیو کې دتوپير، دبرېښنا دستګاه کې دفساد شتون، دبرېښنا ملي شبکې سره دځینو ولایتونو دنښلولو غوښتنه، د ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا پروژې کارکې دځنډعوامل، برېښناشرکت کې دغیر قانوني مقرریو او دتدارکاتو بهیر کې د یاد شرکت د تدارکاتو ریاست د غیرقانوني اجرااتو څخه یادونه، د پنجشیر د پارنده برېښنا پروژې کاري پڅ بهیر، د کاپيسا ولایت د باغ درې بند پروژې د بی برخلیکۍ او ځینو نورو مواردو اړوند پوښتنې مطرح کړی.
ورپسې د یاد شرکت عملیاتي رئيس وویل چې د ژمي موسم کې د ورځې لخوا کابل ۷۰۰ میګاواټه برېښنا ته اودشپې له خوا ۷۶۰ میګاواټه برېشنا ته اړتیا لري خو اوسمهال روزانه ۳۵۰ میګاواټه او د شپې له خوا ۵۰۰ میګاواټه د برېښنا انرژي، پيرودونکو ته عرضه کیږي او کومې پرچاوۍ چې تطبیقیږي له مخې یې ځینې سیمې د ورخې درې ساعته او دشپې له خوا دولس ساعته برېښنا لري.
نوموړي زیاته کړه چې د باغدرې بند مطالعات تیرو کلونه کې ترسره شوي خو ټولنیزې ستونزې، د بین المرزی اوبو موضوع او دمالي لګښت نشتون هغه عوامل دي چې تراوسه یې عملي کار نه دی پیل شوی، نوموړي وویل ټاکل شوې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا پروژه د ۲۰۲۱ کال تر پایه پلي شي اوهم د برېښنا ملي شبکې سره د کنړ، پکتیکا، زابل او بامیانو ولایتونو د نښلولو په موخه هڅې کیږي.
همدارنګه یې وویل د پلازمینې او ولایتونو د برېښنا تعرفو د یوشان کېدو او په میاشتینۍ توګه د برېښنا بل دصدور په اړه اقدامات شوي چې دراتلونکو پروسو د بشپړېدو وروسته به عملي شي او هم یې د شبرغان او اندخوی سب ستیشنونو د تکمیلېدو څخه خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې د روان میلادي کال تر پایه به د شبرغان – مزار شریف د برېښنا د مزي د انتقال کار هم بشپړ شي.
په پای کې یې وویل ترهغه وخته چې د پلازمینې برېښنا ډیجیټلي نه شي ستونزمنه به وي چې د برېښنا انرژۍ د غلاو مخه ونیول شي. او هم یې ژمنه وکړه چې ټولو هغو پوښتنو ته چې نننۍ غونډه کې ورڅخه وپوښتل شوې په لیکلي توګه به ځوابونه راولیږي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته