ټولنه

په تورخم کې له پاکستاني پوځيانو سره دنښتې له امله له مصيبت ځپلو سره دجنرال دوستم مرسته .

-کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
دجمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په تورخم بندر کې له پاکستاني پوځيانو سره دوروستيو نښتوله امله دقربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره مرسته وکړه .
دجمهوري رياست  دلومړي مرستيال خيريه بنسټ  ددغې پيښې دهر شهيد له کورنۍ او ټپي سره دپنځو زرو ډالرو او د يوې اندازې خوراکي توکو مرسته کړې ده .
ددغه بنسټ  يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه مرسته  دجنرال عبدالرشيد دوستم په لارښوونه شوې ده .
په تورخم بندر کې دافغانستان او پاکستان دسرحدي مامورينو ترمنځ جګړه کې درې تنه پوځيان اودملکي وګړو دوه تنه ماشومان شهيدان او يوشمير نور هم ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته