فرهنګ

محمد طاهر زهير د افغانستان او امريکا متحدو ایالاتو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په کابل کې د امريکا متحدو ايالاتو سفارت له شارژدافير راس ويلسن سره وکتل.
په پيل کې د امريکا سفارت شارژدافير راس ويلسن د دغه سفارت د پروژو او همکاريو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې دغه سفارت تراوسه د تاريخي آبداتو، آثارو او د لرغونو ساحو د ساتنې لپاره ۴٧ ميليونه ډالر مرسته کړې ده.
ويلسن دغه راز د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د “لينکن” مرکزونو د فعاليتونو او د روزنې په برخه کې د دغو مرکزونو د اغېزمن رول په اړوند خبرې وکړې او د یادو مرکزونو د امنيت پر تامين يې ټينګار وکړ. هغه همدارنګه په وروستيو بريدونو کې د خبريالانو پر وژنې خواشيني او اندېښنه څرګنده کړه.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د تاريخي آبداتو د ترميم او د لرغونو ساحو د ساتنې په برخه کې په کابل کې د امريکا متحدو ايالاتو سفارت د مرستو او همکاريو مننه او قدرداني وکړه او د اړوندو مراجعو له لارې یې د “لينکن” مرکزونو د امنيت د تامينولو ډاډ ورکړ او د هېواد د ځوان نسل په روزنه کې یې د دغو مرکزونو رول اغېزمن وباله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست هم د خبريالانو د امنيت په تامينولو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وروستيو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د امريکا متحدو ايالاتو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر ټينګښت او پراختيا یې ټينګار وکړ.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته