خبرونهاقتصادټولنه

بدخشان کې لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول

کابل، د غوایی ۱۹ مه، باختر

بدخشان کې د عالیست، افغانیست ترنامه لاندې د لاسي صنایعو او سیمه ییزومحصولاتو څه باندې ۶۰ غرفې د یاد ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې نندارې ته وړاندې شوې.

د بدخشان مرستیال والي قاري امین الله طیب د باخترآژانس خبریال ته وویل:«موږ د یاد ولایت د صنعتکارانو له دغه اقدام څخه ملاتړکوو او له هغوی غواړو چې خپل تولیدات د هېواد او نړۍ بېلا بېلو برخو ته صادر کړي ترڅو هېواد له بېوزلۍ څخه ووځي او د نورو هېوادونو په څېراقتصادي وده وکړي».

په ورته وخت کې د بدخشان د صنعت او سوداګری ریاست آمرعبدالباطن ظاهري وايي، چې د هېواد په کچه  په ۵۹۵۰ فابریکو کې د افغانستان د خلکو ۲۷۲ قلمه د اړتیا وړ توکي تولیدېږي، چې څه باندې ۵۰ سلنه د اړتیا وړ توکي بازارته وړاندې کوي او دغه نندارتون د ۳ ورځو لپاره په فیض آباد ښار کې د ښځو او نارینه وو لپاره  په جلا توګه پرانیستی دی.

د بدخشان یو مسګر عبدالجبار وايي چې د بدخشان له بېلا بېلو سیمو څخه فرمایشات ترلاسه کوي او هغه مسي وسایل چې پکې ۷ کیلو مس مصرف شوي په ۱۲ زره افغانۍ پرمشتر یانو پلوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته