اعلامیهسیاستخبرونهTOP

د غزې پر رفح ښارګوټي د صهيونيستي رژيم د وحشيانه بريد په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه 

کابل، د غوايي ۱۹مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت د غزې په رفح ښارګوټي د صهيونيستي رژيم  لخوا وحشيانه بمبارۍ په سختو ټکو غندي.

 رفح ښارګوټی چې د غزې په جنوب کې وروستی ښار دی او د تېرو شپږو مياشتو جګړو او بمباريو له کبله د غزې له شمال، مرکزي غزې او خان يونس څخه تر ۱.۴ ميلیونه بې کوره شوي فلسطیني مسلمانان په کې په خورا بدو شرايطو کې مېشت شوي او په وېره کې ژوند کوي، اوس يو ځل بيا د صهیونیستي رژیم یرغلګرو ځواکونو د ټولو نړيوالو اصولو په خلاف په ستر جنايت لاس پورې کړی او  پخپلو بي رحمانه بمباريو يې بې ګناه فلسطيني مسلمانان هدف ګرځولي، د افغانستان اسلامي امارت دغه عمل جنګي جنايت او د فلسطيني مسلمانانو ټول وژنه بولي او یوځل بیا په اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو غږ کوي، چې د دې ناورين مخه ونيسي او له هرې ممکنه لارې دي هڅه وکړي چې د غزې محاصره مسلمانانو ته خوراکي توکي، درمل او بشري مرستې ورسېږي.

 له بده مرغه تر دې مهاله سيمه ‌ييز او نړيوال اغېزناک دولتونه ونتوانېدل، چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نشتون د دې لامل شو، چې صهيونيستي رژيم يو ځل بيا د حماس د سولې وړاندیز رد کړي او د غزې پر مظلومو مسلمانانو وحشي بمبار او ځمکني اشغال ته ادامه ورکړي.

 د افغانستان اسلامي امارت

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته