خبرونهفرهنګTOPټولنه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین، د خوړو نړیوال پروګرام له مسوول سره د ځوانانو په ظرفیت لوړونې خبرې کړې

کابل، د غوايي ۱۸مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له مسوول  هارالډ منهارټ سره په خپل کاري دفتر کې د کتنې پرمهال د افغان ځوانانو پر عمومي وضعیت خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې قاري محمد یونس راشد ځوانانو ته د بنسټیزو کارونو په ترسره کولو د ټینګار ترڅنګ د ځوانانو په ظرفیت لوړونې او د هغوی د اقتصادي ستونزو پر حل خبرې وکړې.

قاري راشد د هارالډ منهارټ څخه وغوښتل، چې د دوی په تخنیکي مرکزونو کې د فریلانسینګ (آنلاین سوداګرۍ) پروګرام ته هم ځای ورکړي، چې اوسمهال یاد پروګرام په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او کندز ولایتونو کي دوام لري او ژر به د هېواد ۱۸ ولایتونو ته د یاد پروګرام پروسه وغځېږي.

 ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام(WFP)  مسوول هارالډ منهارټ د ځوانانو د کارموندنې او زده کړو په برخه کې د ځوانانو معنیت کارونه او هڅې وستايلې او د ځوانانو معنیت سره یي د ځوانانو د ظرفیت لوړونې او کار په برخه د همکاريو ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته