خبرونهفرهنګټولنهTOP

د کابل ښار د تاریخي آبداتو، عامه ساحو او چاپېریال ساتنې د څارنې او ساتنې کمېټې ناسته وکړه

کابل، د غوايي ۱۶مه، باختر

د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ یاده کمېټه چې د کابل ښاروالۍ کلتوري رئیس، د اغاخان فرهنګي خدماتو، ښار جوړنې وزارت، چاپېریال ساتنې ادارې او د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست استازو او مسوولینو  ګډون کړی.

په دغه ناسته کې د کابل ښار تېمور شاهي بڼ ته نږدې د لومړۍ حوزې پر ودانۍ چې د هېواد یو له تاریخي آبدو څخه ده، د ساتنې او استحکام او همدارنګه د کابل ښار  لوړپوړیزو ودانیو چې د تاریخي آبدو د نما او په راتلونکي کې د خطر سره مخ کوي هر اړخیز بحث وشو. 

د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د یادې کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې د کابل ښار په جوړه شوې عمومي فرهنګي نقشه د امکان په صورت له سره غور وکړي او د قوانینو په رڼا کې یاده کمیټه اولویتونه او ترجیحات په ګوته او راتلونکو ناستو ته یې وړاندې کړي ترڅو د ذیدخله ادارو سره په تفاهم یې د منظورۍ لپاره لوړو مراجعو ته واستوي. 

مولوي عزیزي وویل چې د کابل زاړه ښار د معماریو او لرغونو سیمو ساتنه د هېواد د تاریخ، هویت او د اسلافو د ځلانده هنر او کمالاتو امانت دی چې په ګډه یې باید وساتو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته