خبرونهفرهنګTOP

په هېواد کې د مشاعرو د مؤثریت او ادبي بډاینې په موخه مشورتي ناسته جوړه شوه

کابل، د غويي ۱۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ، د هېواد په کچه د مشاعرو، شعرونو او ادبي مجالسو د انسجام په موخه، مشورتي ناسته ترسره شوه.
باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې ناسته کې چې د پوهنتونونو استادانو، د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړیو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو شمېر رئیسانو، د هېواد مشهورو شاعرانو او ادیبانو ګډون کړی و؛ د فرهنګ او هنر معین ویلي دي: “زموږ او ستاسو را ټولېدنه د دې هدف لپاره ده چې څنګه کولی شو د هېواد روان شعري بهیر بډای او مشاعرې په روزنیزو برنامو بدلې کړو؛ پخوا د جهاد او حماسې وخت و، خو اوس مو نظام او مسئولیت پر اوږو پروت دی او ملت او راتلونکی نسل روزنه او پالنه غواړي.”
مولوي عتیق الله عزیزي، د مشاعرو د ښه تنظیم، د شعر او ادب د لا بډاینې او ولسي لویې مشاعرې کیفيت د پیاوړتیا لپاره، د ګډونوالو د نظریو او وړاندېزونو شریکولو غوښتنه کړې، ترڅو د هغو له مخې په دې برخه کې یو هر اړخیز طرزالعمل جوړ شي.
همدا رنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترانو او ترنم رئیس مولوي امان الله مستغفر، د برېښنا شرکت د نشراتو مسئول عبدالله ثاقب، د اطلاعاتو کلتور وزارت ویاند خُبیب غفران، د ملي راډیو ټلویزیون د ترنم رئیس مولوي جهادمل، مشهورو شاعرانو اکرام الدین مفتون، مولوي محمد علیم بسمل، دکتور حبیب نثار، استاد ګل رحمن رحماني، استاد ندرت، نقیب الله آرمان، قاضي پامیر او د خلکو فرهنګ رئیس مولوي محمدي په خپل وار سره خبرې کړي او د موضوع اړوند نظریې او وړاندېزونه یې شریک کړي دي.
د ناستې ګډونوالو د ادبي، ولسي او تنقیدي مشاعرو پر جوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اوسمهال هېواد امن دی؛ خو شاعران باید د اشغال او یرغلګرو مظالم هېر نه کړي او راتلونکو نسلونو ته د تاریخي شواهدو په بڼه د هغوی وحشتونه او ناروا کړنې منعکسې کړي.
د ناستې په پای کې، د اړتیا په صورت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي معینیت تر چتر لاندې د شعر او ادب د لا انسجام لپاره، د هېواد په کچه د یو پیاوړي کمېسیون پر جوړېدو ټینګار شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته