سیاستخبرونهTOP

متقي: اسلامي نړۍ باید پر یوه خوله د ازاد فلسطین لپاره غږ اوچت او پر غزه کې د روان قتل عام پر وړاندې ودرېږي

کابل، د مرغومې ۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چار وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران په پلازمېنه تهران کې د فلسطین د قضیې په تړاو جوړ شوي نړیوال عالي رتبه مشورتي سیاسي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې اسلامي نړۍ باید پر یوه خوله د ازاد فلسطین لپاره غږ اوچت او پر غزه کې د روان قتل عام پر وړاندې ودرېږي.
نوموړي په غزه کې د اسرایلي صهیونیستي یرغلګرو ځواکونو له لوري د بې ګناه وګړو قتل عام په کلکو ټکو وغانده او نړیواله ټولنه یې په دې تړاو پر دوه ګوني چلند تورنه کړه.
متقي زیاته کړه، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د بې شمېره نړیوالو تناقضاتو قرباني و نو ځکه افغان ولس د فلسطینیانو درد ښه درک کولای شي.
نوموړي د ایران له حکومت څخه د دغه سیاسي کنفرانس د جوړېدو له کبله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه باید په غزه کې د روان وحشت د پای ته رسولو په موخه ګامونه لا ګړندي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې نړیواله ټولنه په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو له لوري د بشري حقونو د نقضولو په تړاو پټه خوله ده، خو په اسلامي امارت یې پر همدې پلمه بندیزونه لګولي، چې له کبله یې افغان ولس له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
د یادونې وړ ده، چې د افغان حکومت تر دې وړاندې هم پر غزه باندې د صهیونیستي رژیم د یرغلګرو ځواکونو برید او هلته د دغه ځواکونو له لوري روان وحشت په کلکو ټکو غندلی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته