اقتصاد

په ننګرهار کې د الویرا د کښت یو کال ووت، خو لا یې هم د حاصل وسایل نه دي رارسېدلي

کابل \ د غويي ۱۸مه \ باختر
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت تېر کال پر۱۰۰جریبه ځمکه د الویرا کښت وکړ چې هماغه وخت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې کرل شوې، الویرا په یو کال کې حاصل ورکوي، خو اوسمهال نه د الویرا د حاصل راټولونې لپاره ځانګړي ماشینونه شته او نه هم د الویرا کرل شوي بوټي په ډول پالل شوي، چې تمه يې کېده.
‎د الویرا د پالنې مسوول عبدالقیوم وايي چې له دوی سره پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د الویرا د کرلو ژمنه شوې، خو تراوسه يې په څه د پاسه ۷۰ جریبه ځمکه الویرا کرلې دي چې د ځینو برخو د حاصل راټولولو وخت يې هم پوره شوی دی، خو د وسایلو د نشتوالي له امله يې پرېښې ده.
‎دی وايي چې د روانو اوبو نشتون او د بزګرانو کموالی د الویرا د ودې پر وړاندې دوه پرتې ستونزې دي که چېرې حل شي، د یاد بوټي په حاصلاتو کې زیاتوالی راځي.
خو د ننګرهار وادي کرنیز شرکت وايي چې دوی الویرا بوټي ته ځانګړې پاملرنه لري او په خبره يې د ماشینونو په رارسېدو سره به يې حاصلات هم راټول کړي.
‎د وادي کرنیز شرکت د مرستیال انحنیر ذبیح الله فضلي په خبره؛ دوی له الویرا کښت په کرنیزه او صنعتي برخه کې استفاده کوي چې تر راټولولو وروسته به يې د درملو او مشروباتو په توګه په صنعتي برخه کې وکاروي.
‎فضلي د شته ستونزو پر ژمنې سربېره ډاډ وښود چې پاتې ځمکه به هم د الویرا د کښت لپاره برابره شي.
‎دغه بوټی له هرات څخه راوړل شوى دى او په تخمیني ډول یو جریب به يې د ۳۰۰ زرو افغانیو په ارزښت حاصل ورکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته