کابل، د وري ۱۲مه، باختر
د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د دغه ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د آب بازک په سیمه کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارو د پيل خبر ورکړی دی.
دغه چکډېم د څه باندې ۵۰۰۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لرې چارې به یې په ۳ میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامې امارت په راتګ سره په یاد ولایت کې د چکډېمونو او د اوبو بندونو جوړولو په برخه کې پوره پاملرنه شوې ده.