کابل د مرغومي ۷ باختر
لس وسله وال طالبان پرون له غرمې وروسته په سمنګانو کې په هوایی برید کې ووژل شول .
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایی د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د سمنګانو ولایت د کوزدره صوف ولسوالۍ د کوتل ریګي او د چپچل درې په سیمو کې په هوایی برید کې ووژل شول .
په وژل شویو کسانو کې د طالبانو دوه کلیدي افراد په ایوبي مشهور قاري احمد او ملا معاذ هم شامل دي .
هغه زیاته کړه چې په دغو هوایی برېدونو کې دوه نوروسله وال طالبان ټپيان شول .
دغه عملیات دوه ورځې مخکې د سمنګانو د کوز دره صوف اومزار شریف دلویې لارې په ښار کې د ناامنو کلیو د پاکولو په مقصد پیل شوي دي او بریالي سره دوام لري . سعیده
0 1 دقیقه لوستل