خبرونهورزش

لوګر کې د والیبال سیالۍ د څرخ ولسوالۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د کب ۱۹ مه، باختر

د لوګر د بدني روزنې او سپورټ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په حاجي ګلون سیمه کې د والیبال پیل شوې سیالۍ د څرخ ولسوالۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمر انجنیر مزمل نعیم زي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه سیالۍ یوه نیمه میاشت وړاندې د ولایت په کچه د آزادۍ جام ترنامه لاندې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې د څرخ ولسوالۍ لوبډلې وکولای شول د یوې پروړاندې په ۳ سره د میدان ښار لوبډلې ته ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.

نوموړي د یادو سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ یو والی او ورزش ته وده ورکول بللې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته