امنیت

په لسګونو وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
په لسګونو وسله وال طالبان په قندهار کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې لسګونه يرغلګر د دغې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د بريد لپاره راټول شوي وو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يو جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په جګړو کې ٣٨ وسله وال طالبان ووژل شول. په وژل شويو کې د طالبانو څلور سرګروپان او شپږ پکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ وسله وال طالبان د ارغنداب ولسوالۍ په څو سيمو کې راټول شوي وو او د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل ته چمتوکېدل چې د هېواد هوايي او ځمکنيو ځواکونو په يو وخت کې پر دغو جګړه مارانو بريدونه وکړل.
په جګړو کې د وسله والوطالبانو لسګونه وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
طالبانوتراوسه پهدې اړه څه نه دي ويلي .
د يو بل خبرله مخې:
افغان ځواکونو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٨ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند تراوسه څوک نه دي نيول شوي.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته