خبرونهورزش

لوګر کې د فوټسال سیالۍ د پیروزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د کب ۲۰ مه، باختر

د لوګر د فوټسال فدراسیون مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په لودین خصوصي لوبغالي کې  د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پیل شوې سیالۍ د پيروزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او سپورټ آمر انجنیر مزمل نعیم زي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه سیالۍ یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوې وې، چې په پایله کې د پيروزي لوبډلې وکولای شول د ۶_۳ په توپيرسره د شیران سنګ شکن لوبډلې ماتې ورکړي.

نوموړي د یادې سیالۍ موخه د فوټسال وده او د لوبډلو ترمنځ یووالی بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې د یادو سیالیو په پای کې پر لوبډلو ورزشي جامې، کپونه، ستاینلیکونه، مډالونه او نغدي جایزې ووېشل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته