ورزش

د ميوندټيم اتفاق ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٨ :
د فوټبال د دويم لاس غوره سياليو نن سهار د افغان او ميوند د ټيمونو په لوبې سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د فوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د ميوندټيم د دريو په وړاندې په څلورو سره د افغان ټيم ته ماتې ورکړه.
د نوروزي د څرګندونوله مخې: د فوټبال د دويم لاس غوره سيالۍ د دولسمو ټيمونو په ګډون په هرات ولايت کې پيل شوې دي اوپه پرونۍ لوبه کې د کوثر او د آزادۍ ټيمونه پرخپلو سيالانو بريالي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته