خبرونهټولنه

له ایران او پاکستان څخه د څه د پاسه زرو افغان کډوالو راستنیدل

– کابل، دغبرګولي٢٨مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه ۱۱۰۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې          په خپرولوسره  ویلي، چې دغه کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي د را ستنو شویو کډوالو له جملي له ایران څخه

۲۷ کورنۍ  او ۶۰۵ مجردان په جبري توګه راستانه شوي او همدارنګه ۱۱ کورنۍ او ۲۱۰ مجرد کسان په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې موده کې ۱۴۰ افغان کډوال چې له قانوني مدارکو پرته يې په پاکستان کې ژوند کاوه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي کډوال یې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه د (IOM) دفتر ته معرفی کړي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو مياشتو کې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج او  په خپله خوښه د راستنېدو لړۍ زیاته  شوې ده.

له بلې خوا ایران او پاکستان ته د افغانانو پر سفرونو محدودیتونه زیات شوي دي.

د را رسېدلو خبرونو له مخې هغه افغان وګړي چې غواړي پاکستان ته په قانوني توګه داخل شي د پاکستاني ځواکونو له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستيال ذبیح الله مجاهد وايي، له پاکستان سره د افغانانو د سفر د ستونزو د حل په موخه خبرې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته