امنیت

د داياګ پروګرام ته وسلې وسپارل شوې.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
يوه اندازه وسلې نن  په قندهار ولايت کې د داياګ  پروګرام ته وسپارل شوې.
د قندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ د  امنيت آمر سمونوال   رحمت الله اطرافي
باختر آژانس ته وويل :  درې څلويښت  ميله  ډول ډول وسلې چې په دريو مياشتو کې  ددغه ولايت په مرکز او داړوندو ولسواليوکې دپوليسو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ترلاسه شوي دي دداياګ  پروګرام ته وسپارل شوې.
په قندهار کې د داياګ  دپروګرام مسوول جنرال عبدالقيوم پوپل وويل :   په دغو وسلو کې لس توغندي ويشتوونکي ، درې ويشت کلاشينکوفونه اولس تومانچې شته  چې دپوليسو له خوا د داياګ  پروګرام ته وسپارل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته