اعلامیهسیاستخبرونهTOP

له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ایستلو د ۳۵ کاليزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

کابل، د سلواغې ۲۶مه، باختر
بسم الله الرحمن الرحیم
نن د سلواغې میاشتې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او وتلو ۳۵ مه کالیزه ده.
د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بولي او په مناسبت يې خپل مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وايي.
ريښتیا هم د هېوادونو آزادي او هویت د هغوی د همت، مجاهدې او شهکاریو پوري اړه لري، چې الحمدلله په تیرو سلو کلونو کې افغانانو درې ځله په دې میدان کې د الله جل جلاله په نصرت سره بریا ګټلې او د خپل هېواد آزادي او خپلواکي يې تر لاسه کړی ده.
داچې په درېيم ځل هم زموږ هېواد نوی له اشغال څخه د الله جل جلاله په نصرت سره آزاد شوی، څرګندوي، چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم په قوت کې موجود دی او د خپل دین او هیواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري.
د تیرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د کامیابۍ څخه به په راتلونکي کې متجاوز هېوادونه عبرت واخلي او د بل ځل لپاره به پر افغانو له هر ډول تجاوز څخه وړاندې سل ځله فکر وکړي.
افغانان صلحه غوښتونکي خلک دي، خو هرځل يې صلحه او امن د بهرنیو یرغلونو او تاړاکونو له امله په جګړه بدل شوی او کلونه ځورول شوي او کړول شوي دي.
د افغانستان مسلمان او غیور ولس باید د تېر په څير په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيئو او دسیسو په وړاندې بیدار و اوسي او د خپل کلک اسلامي تعهد او ملي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او د خپل هېواد ازادي او خپلواکي وساتي، وما ذالک علی الله بعزیز. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته