۱۰۰ ورځې

درايو شميرنې پيليږي .

کابل باختر دغبرګولي څليرويشتمه :
دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو درايو شميرنه  نن شپه  پيليږي .
  دباختراژانس دخبر له مخې ،  دجمهوري رياست  ددويم پړاو انتخاباتو  په پاى ته رسيدو  او دجمهوري رياست  ددواړو نوماندانو  داستازو  ،  دمدني ټولنې  او دنړيوالو  کتوونکو په شتون  درايو  شميرنه  پيليږي چې نتيجې يې  په څلورو فورموکې  ليکل کيږي يو يې  دولايتي انتخاباتو کميسيون دويم يې  دانتخاباتو  خپلواک  کميسيون  مرکزي دفتر ته  ليږل کيږي او د نتيجو  دوه نورې فورمې  ددواړو نوماندانو  استازو ته  ورکول کيږي .
  دانتخاباتو  دکتوونکو بنسټونو  دڅرګندونو له مخې ،  دغه  چلند  کولي شي  تر يوې اندازې پورې دتقلب  مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته