کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د دې ولایت د قرغه یې ولسوالی کې پر ۱۵۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د یادو بڼونو لپاره بزګران د پروژې د ټولنیزو کارکوونکو له خوا د لغمان د کرنې ریاست په همغږۍ ټاکل شوي دي، چې د بڼونو تر ډیزاین وروسته اوس پر دوی د شفتالو نیالګي ووېشل شول.
د دې پروسې له لارې یو جریب بڼ لپاره سل د شفتالو نیالګي وېشل، کېږي چې ١٥٠ جریبه ځمکې لپاره په ټولیزه توګه ١٥ زره نيالګي په پام کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې له لارې تېرکال قرغه یې ولسوالی کې د لیمو ٢٠٠ جریبه بڼونه هم ایجاد شوی دي چې سږکال د پلان مطابق یادو بزګرانو ته دري قلمه د بڼوالي توکي (د ښاخ بري آره، قیچي او پمپ) توېشل شوي دي.