ورزش

جمهوررئیس غني د المپیک اسیایي سیالیو مډال راوړونکو لوبغاړو ته افتخاري ستاينليکونه ورکړل

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د ترکمنستان هېواد د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه په ترسره شویو سیالیو کې د هېواد مډال راوړونکو لوبغاړو ته پر منظورو شویو جایزو سربېره افتخاري ستاينليکونه هم ورکړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې  په ارګ کې  ترسره شوه، په پیل کې د المپیک ملي کمېټې رئیس ظاهر اغبر د هېواد ورزش ته  د جمهور رئیس د پاملرنې او اسیایي نړوالو سیالیوکې د افغان لوبغاړو د ګډون په موخه د ځانګړې شوې بودجې له امله د حکومت او په ځانګړي ډول  د جمهوررئیس مننه وکړه.
نوموړي وویل، افغان لوبغاړو د سرو زرود یو ، دسپینو زرو یو اود برنزو لسو مډالونو په ترلاسه کولو سره د ۶۲ هېوادونو په منځ کې ۲۶ مقام ترلاسه کړ.  هغه زیاته کړه، افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې د ښه لوبېدو او ځلېدو له امله افغانستان ته ویاړ ور په برخه کړ.
وروسته د جوجیتسو په برخه کې د سرو زرو مډال ګټونکي حسین بخش صفري د خبرو پرمهال د افغانستان خلکو او  په ځانګړي ډول د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د دغې بریا د ترلاسه کولو مبارکي وویله.
همداراز، د ترکمنستان هېواد د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه په ترسره شویو سیالیو کې د موی تای په برخه کې د برنزو مډال ګټونکې زهره رضایي د اسیایي بین المللي لوبو د رسمي پرانیستې مراسموکې د جمهوررئیس دګډون مننه وکړه او د خپلې بریا له امله یې افغان مېرمنو ته چې د دوی په استازیتوب یې په دغو سیالیو کې ګډون کړی وو، مبارکي وویله.
همدارنګه د افغانستان د فوټسال ملي ټیم غړي دین محمد صوفي د خپلو خبرو پرمهال د هېواد ورزش او په ځانګړي ډول فوټسال برخې ته د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس په اسیایي سیالیو کې افغان مډال ګټونکو لوبغاړو ته د مبارکۍ پرمهال وویل، تاسې د خپلو دغو لاسته راوړنو له امله د افغانستان ویاړ یاست، له افغان ولس سره  خپلې کړې ژمنې مو پوره کړې او همدارنګه یې د لوبغاړو د وحدت، همکارۍ او انسجام قدرداني هم وکړه.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، په تاریخ کې بیا بیا موږ او دا ځل تاسو ثابته کړه، کله چې افغانان په  اتحاد او اتفاق  هدفمند مخته لاړ شي، هیڅ شی یې مخه نشي نیولی. هغه د برنزو مډال ګټونکې زهرې رضایي  څخه په دغو سیالیو کې د هغې د بریا او د افغان ښځو د ښه استازیتوب له امله، مننه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس د پیاوړو ورزشي بنسټونو جوړولو او پلازمېنه عشق اباد کې د المپیک اسیایي شورا رئیس شیخ احمد الفهد الصباح  سره کتنې ته په اشارې وویل: په دې اړه مې له هغه سره اوږدې خبرې لرلې، په راتلونکو دوو میاشتو کې د المپیک استازي افغانستان ته راځي چې د هغوی په حضور کې به  له قانون سره سم  موږ په اساسي توګه د ورزش بنسټ کېږدو. 
محمد اشرف غني وویل، په راتلونکو دوو میاشتو کې به له تاسو سره په ګډه  د افغانستان د ورزش د پیاوړتیا لپاره اصلي او اساسي نقشه رامنځته کړو، تر څو  د افغانستان د ورزشکارانو پوره اعتماد ترلاسه شي. 
وروسته د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د ترکمنستان د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه ترسره  شویو سیالیو کې د هېواد مډال راوړونکو لوبغاړو ته د افتخاري ستاينليکونو د ورکړې په اړه د جمهور رئیس حکم ولوست.
مډال ګټونکو لوبغاړو ته د افتخاري ستاينليکونو له ورکړې وروسته جمهور رئیس اړوندو مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې  د لوبغاړو ترڅنګ دې، لوبډلو، د هغوی رزونکو او استادانو ته چې شپه او ورځ زحمت ګالي هم ستاينليکونه ورکړ شي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته