کابل / د وري ۲۳مه / باختر
پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر ملا محمد عباس آخند، نن په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یسین ګیلدییف سره په کتنه کې، افغانستان ته د بشري مرستو په برخه کې د یاد هېواد پر ژمنو خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې ملا محمد عباس آخند په تېرو کلونو کې د قزاقستان د سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه او په افغانستان کې یې د بشري مرستو په برخه کې د دغه هېواد نقش وستایه.
هغه وویل چې دغه وزارت یو غیر سیاسي بنسټ دی چې کړنې یې د زیانمنو شویو او زیانمنېدونکو قشرونو ستونزو ته رسېدنه ده.
هغه زیاته کړه چې په روان کال کې د بارانونو کمښت د افغانستان خلک ډېر زیانمن کړي او د قزاقستان له سفیر څخه یې وغوښتل چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
وروسته، په کابل کې د قزاقستان سفیر په افغانستان کې په بشري او پراختیایي برخو کې د خپل هېواد د مرستو یادونه وکړه او ويې ویل چې هېواد یې د اسلامي همکاریو سازمان د ژمنې پر بنسټ، په نږدې راتلونکي کې به له افغانستان سره د ۱۷ ټنه اوړو او د اوبو تصفیه کونکي مرسته وکړي.
هغه ژمنه وکړه چې قزاقستان له افغانستان اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د کتنې په پای کې، دواړو لوریو د دواړو هېوادونو پر دوامداره دوستۍ او همکاریو ټینګار وکړ.
وهاج