ټولنه

دميدان وردګو ولايت دپوهنې درې تنه ممتاز زده کوونکي وستايل شول .

کابل باختر د مرغومي  لسمه :
دميدان وردګو ولايت دپوهنې درې تنه ممتاز زده کوونکي پرون په دغه ولايت کې وستايل شول .
دغه درې تنه زده کوونکي ددغه ولايت دښوونځيو دزرګونو تنو زده کوونکو په منځ کې په يوه سيالي کې ممتاز پيژندل شوي وو .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، په يوې غونډه کې چې په همدې مناسبت دپوهنې دوزير ميرويس بلخي،  والي، ددولتي ادارو رييسانو ، دولايتي شورا غړو ، دپوهنې زده کوونکو او ددغه ولايت دمخورو  په ګډون دميدان وردګو ولايت دغونډو په سالون کې جوړه شوه  دجغتو له ولسوالۍ څخه حشمت الله او دميدان ښار له ښوونځيو څخه نصرت الله او زهره  ددغه ولايت دزدکوونکو په منځ کې ممتاز وپيژندل شول .
په دې غونډه کې دپوهنې وزير  خبرې وکړې او دپوهنې له رياست څخه يې ستاينه وکړه اودغه شان  پروګرامونو جوړونې يې دپوهنې دزده کوونکو  دهڅونې  لپاره ښه وباله او هر ممتاز زده کوونکو ته دبهرنيو بورسونو ژمنه ورکړه .
دميدان وردګو والي جنرال مظفر الدين خبرې وکړې او حشمت الله ته يو کرولا موټر او نصرت الله او زهرې ته نغدې پيسې او يو کمپيوتر ورکړ. 
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته