کابل باختر د سلواغې ۲۹مه
د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملي ورځې د نمانځنې د ترسره کولو د کميسيون د فرهنګي کمېټې غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين فاضل سانچارکي په مشرۍ جوړه شوه.
دباختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې کمېټه کې د ملي دفاع، پوهنې او د حج او اوقافو د وزارتونو، د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر، کابل ښاروالۍ، ملي راډيو ټلويزيون استازو او د فرهنګي کمېټې نورو غړو ګډون کړی و .
فاضل سانچارکي ټينګار وکړ: هلې ځلې دې وشي چې دغه ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.
په دې غونډه کې د کمېټې د غړو دندې او مکلفيتونه مشخص شول او دغه راز د کمېټې غړو ټينګار وکړ چې د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملي ورځې په نمانځلو کې بايد د دغو ځواکونو د مبارزو او سرښندنو قدرداني وشي.
د دغې کمېټې د غړو د څرګندونوله مخې، د دغې ورځې د نمانځنې په مناسبت به د کب د مياشتې په ۹مه، ځانګړي پروګرامونه ترسره شي.
د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملي ورځې د ترسره کولو کميسيون چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د حکم له مخې د هېواد د لوى درستيز شريف يفتلي په مشرۍ جوړ شوى دى؛ څو کمېټې لري چې يوه يې هم فرهنګي کمېټه ده .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل