خبرونهاقتصادټولنه

غور کې د ۱۰ کیلو متره سړک د رغولو چارې پیل شوې

کابل, د سلواغې ۳ مه, باختر
باختر اطلاعاتي اژانس ته له غور ولایت څخه په را رسېدلو معلوماتو کې راغلي، چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د ۱۰ کیلو مترو په اوږدوالي او ۷ متره په پراخوالي د یو سړک د رغولو چارې، چې د دغې ولسوالۍ څو کلي له یو بل سره نښلوي پرون دوشنبې پیل شوې دي.
د پسابند ولسوالۍ د اطلاعاتو او کلتور مدیر ویلي، چې د دغه سړک د رغونې چارې د سیمه ییزو مسولینو په همغږۍ د خلکو په شخصي لګښت پیل شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي د دغه سړک له رغولو څخه خوښ دي او وایي، چې له دې سره به د دوی د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته