ټولنه

د هريرود پر سيند ستر پل جوړيږي

هرات باخترلړم د مياشتې ٢٨  نيټه  :
د هريرود پرسيند ستر پل د هرات ښار د کمربند واټ په تګلوري کې جوړيږي.
د هرات ولايت مقاماتو ددغه ټکي په اعلامولوسره وايي چې د هرات ولايت د مهم ترانزيتي تګلوري په توګه د هرات ښار د هرات د حلقوي سړک د جوړولو دچارو څيړنه د دوى له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
د هرات والي  محمد آصف رحيمي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې پرون يې د دغه مهم واټ د جوړولو چارې کتلې او د سړک د جوړولو کيفيت يې ستايلى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات ښار د حلقوي سړک د دويم پړاو د جوړولو کار  په ګړنديتوب سره دوام لري.
د هرات والي د انجيل، ګذرې او د زنده جان په ولسواليوکې د دغه سړک د جوړولو بهير وکوت او د سړک جوړولو  له انجنيرانو او کارګرانوسره په خبروکې د هغوى ستونزې واوريدي.
د هرات والي دغه راز د فوايد عامې وزارت له مسوولينو سره خبرې وکړې  او د هريرود سيند د پاسه د دغه سړک په تګلوري کې د ستر ترانسپورتي پله د جوړولو  د اړوندو چارو د جدي څيړنې غوښتنه وکړه.
دغه واټ د ٤٥ کيلومترو په اوږدوالي، د ٢٥ ميليونو ډالرو په لګښت جوړيږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته