کابل باختر د چنګاښ ١٨ :
مرکزي بانک شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري.
ددغه بانک په ليک کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي: دافغانستان بانک د روان کال د چنګاښ دمياشتې په ٢٢او ٢٥ د شنبې او سه شنبې په ورځو شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابرهغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوايې شل زره ډالره د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي. له ټولوبرخه والو څخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبي فورمې د ليلام د ورځو دسهارپه نهو بجو د بازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي او په نهه نيموبجو دې بيرته وسپاري . هغه صرافان چې تراوسه پورې يې شل زره ډالره تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصد نه دى تحويل کړى، کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
د يادونې وړ بلل کيږي چې د معاملوقسمي ترسره کول مجاز نه دى. د ليلام ګټوونکي دخپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول اوپه حوالې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي..
0 1 دقیقه لوستل