کندز / د سلواغۍ / ۱۸/ باختر
د کندز پولیسو ٢٠ تنه په تېرو دوه اوونیو کې په دغه ولایت کې د جنایی جرمونو په اړوند ونیول.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د دغې قوماندانۍ منسوبانو دغه کسان د کندز په مربوطاتو کې د جنایی جرمومو په اړوند ونیول.
رحماني زیاته کړه چې نیول شویو کسانو په دغه ولایت کې زیاتره د اوسیدونکو په ټپیي کېدو ، غلا ، باج اخیستلو او د خلکو په وهلو ډوبولو او ګواښولو کې رول درلود.
پای / سعیده
8 د یوې دقیقې څخه لږ