امنیت

دکوماندوځواکونو دښمن ته فارياب کې دسر زيان واړاوه

ميمنه باختردوږي دمياشتې٢نيټه : دوسله والو مخالفانو دوه مرکزونه تيره شپه دړې وړې شول . دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاوديد سليم دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دکوماندو دځواکونو دشپږم کنډک منسوبانو په يوه ناڅاپي عملياتو کې ددغه ولايت دخواجه سبزپوش ولسوالۍ په کوسه قلعه سيمه کې دوسله والو مخالفانو دوه مرکزونه دړې وړې کړل. ده زياته کړه په دغو عملياتو کې وسله والو مخالفانو ته دسر دروند زيان واوښت چې شميريې تراوسه پورې معلوم نه دى . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته