خبرونهټولنه

سپين بولدک له لارې پرون ۲۰۶ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې

کابل, د لېندۍ ۹ مه, باختر
په کندهار کې د ثبت, تثبیت او استقبال کمېټې مسوولینو د سپین بولدک له لارې د ۲۰۶ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
په سپین بولدک کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې مسئولين وايي پرون له پاکستان څخه ۲۰۶ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوي، چې د کسانو شمېر یې ۱۰۹۵ ته رسېږي.
سرچینې زیاته کړې چې یادې کورنۍ د مرستو اخيستلو له پاره بېلا بېلو موسسو ته ور وپېژندل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته