امنیت

د دوو چاودنو له امله دوه تنه شهيدان شول

کابل- باختر د کب دمياشتې ٢٤
په کونړ ولايت کې پرون د ماينونو د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد په ساحه کې رامنځته شوه چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دغه راز د نورستان ولايت په مربوطاتوکې تېره شپه د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
د نورستان ولايت يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د کامديش ولايت په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ يو سراچه موټر چې له سيمې څخه د تيريدو په حال کې و؛ په سرک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې د موټر چلوونکى او يو سپرلۍ شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته